د ا.ا.ا د ملي دفاع وزیر د قطر د دولت وزیر سره وکتل
1404/6/25 kabul
د ا.ا.ا د دفاع وزیر محترم مولوي محمدیعقوب مجاهد، قطر ته پخپل رسمي سفر کې د هغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر الدکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو بحث اوخبرې وشوې او له قطر سره د ا ا په همدردۍ او حمایت تاکید وشو.