د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو له لوري په بغلان ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهماتو ونیول شول
۱۴۰۴ تله ۳۰

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو له لوري د استخباراتي او کشفي معلوماتو پر بنسټ، د استخباراتو عمومي ریاست سره په همغږۍ د بغلان ولایت پل حصار ولسوالۍ په نمک درې کلي کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول.
دغو وسلو کې ۵ میله کلاشنیکوف، ۲ میله دهشکې، ۱ میل پیکا، ۱ پایه هاوان، ۱ قبضه راکټ، ۱ میل ۸۲ میلي متري توپ، ۵ بکس د زیګویګ مرمۍ، ۸۶ فیره د ۸۲ میلي متري توپ مرمۍ، ۳۳ بکسې د دهشکې مرمۍ، ۱۳۱ فیره د راکټ مرمۍ، ۷۴ فیره د هاوان مرمۍ، ۱۴ عدد لاسي بمونه، ۵ حلقې د پرسونل ضد ماینونه او زیات شمېر نور مهمات شامل وو.