د ستر درستیز توپچي ریاست له لوري د 9P140 اوراګان دستګاه له زده کړو څخه ۲۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د توپچي ریاست له لوري د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو ۲۵ تنه ځوان منسوبین د 9P140 اوراګان دستګاه له مسلکي او عملي زده کړو څخه وروسته...

۱۴۰۴ تله ۲۲

د ستر درستیز توپچي ریاست له لوري د 9P140 اوراګان دستګاه له زده کړو څخه ۲۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د توپچي ریاست له لوري د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو ۲۵ تنه ځوان منسوبین د 9P140 اوراګان دستګاه له مسلکي او عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ستردرستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد "عثماني"، د جلب او جذب قوماندان مولوي تُراب الهادي "طیب عمر" د یاد ریاست رئیس ملا رحمت الله "ناظم" د رهبري شویو مرمیو استاد ملا صدیق الله "مستري" او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د ستردرستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد "عثماني" پخپلو خبرو کې وویل: تاسو د اسلامي نظام او د هیواد د دفاع لپاره روزل شوي یاست خپل مسؤلیت په پوره اخلاص او صداقت سره اداء کړئ، اسلامي امت تاسو ته سترګې په لاره دی کوشش وکړئ چې په مسؤلیت کې غفلت ونکړئ خپل مسلک ته توجو وکړئ او د نظام او هیواد دفاع ته په هر ډول حالاتو کې ژمن اوسئ.

غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو او دعایه کلام سره پای ته ورسېده.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ