افغانستان د هوايي ځواک پر مټ د پاکستان پر یو شمیر پوځي سیمو بریدونه وکړل

۱۴۰۴ کب ۱۱

افغانستان د هوايي ځواک پر مټ د پاکستان پر یو شمیر پوځي سیمو بریدونه وکړل

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ

د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو نن ورځ یوځل بیا د پاکستان راولپنډۍ نورخان اډه، بلوچستان کوټه ۱۲نمبر قول اردو، خیبر پښتونخوا مهمندو ایجنسي خویزو کمپ او غلني پوځي قرارګاوو باندې چې مهم پوځي تأسیسات او مراکز دي کارنده هوايي ګوزارونه وکړل چې په هدف لګیدلي او زیات زیان یې اړولی دی. 
یاد هوايي ګوزارونه بیا هم د پاکستان د متمرد پوځ د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې وشول چې تیره شپه او نن ورځ یې په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې ترسره کړل. 
د یادونې وړ ده چې هرڅومره چې پاکستانۍ شریره حلقه زموږ د حریم نقض او بې احترامي کوي، له شدید غبرګون سره به مخ کیږي. ان شاءالله تعالی 


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ