د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال معرفي شو

د ا.ا.ا زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم د ترانسپورت او هوایي چلند مخکنی وزیر ملا حمیدالله "اخندزاده"...

۱۴۰۴ کب ۲

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال معرفي شو

د ا.ا.ا زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم د ترانسپورت او هوایي چلند مخکنی وزیر ملا حمیدالله "اخندزاده" د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، نن د چارو ادارې رئیس شیخ نور الحق "انور" له لوري رسماً معرفي شو.

دغو مراسمو کې د چارو ادارې رئیس شیخ نور الحق "انور" د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" د کورنیو چارو وزارت ارشد معین حاجي ابراهیم "صدر صاحب"، د ملي دفاع وزارت مخکني لومړي مرستیال ملا محمد فاضل "مظلوم" د ګڼ شمیر وزارتونو مسؤلینو او د یاد وزارت منسوبینو ګډون درلود.

د چارو ادارې رئیس شیخ نور الحق "انور" پخپلو خبرو کې وویل: اسلامي امارت د افغانانو لپاره یوه ارښتناکه مرحله ده، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانان ډیر خوښ دي او له نظام سره یې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي دي.

همدا راز د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" پخپلو خبر کې وویل: تغیر او تبدیل یو اداري اصل دی چې د مسؤلیت په اساس رامنځ ته کیږي او د چارو د لاښه سمون په موخه ترسره کیږي، موږ ټول به د نوي مرستیال ترڅنګ ولاړ یو او په هره برخه کې به ورسره همکار یو.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ