د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونيز مرکز له اتمې دورې څخه...
۱۴۰۴ سلواغه ۲۹

د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونيز مرکز له اتمې دورې څخه ١٥٣ تنه منسوبین د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" د یادې قول اردو قوماندان الحاج ملا اميرخان "حقاني"، د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي صلاح الدين "خويدم"، او ګڼ شمېر مسؤولينو په حضور کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصيح الدين "فطرت"فارغانو ته د مبارکۍ او د مسؤولينو د هڅو د ستاينې ترڅنګ وويل: اعداد له کفارو سره د مقابلې په خاطر پر مسلمانانو فرض دی او مؤمنان په دې باندې مأمور بِهِ ګرځول شوي دي.
همدا راز زیاته یې کړه: د هغه چا په مقابله کې اعداد اړین دی چې د مسلمانانو اتحاد، اتفاق، برم، اسلامي نظام او د هغوی عزت او عظمت نشي تحمل کولای، د ا.ا.ا مسؤولینو به تر فتحې وړاندې هم په سختو حساسو شرايطو کې خپل مجاهدين په اعداد سمبالول او په هېڅ صورت يې دا برخه نه وه پرېښی.
یاد مراسم د پوځي نمايشاتو په ترسره کېدو او فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.