ملي دفاع وزارت د دفاعي ځواکونو لپاره نوی پوځي یونیفورم اعلان کړ

د ا.ا.ا. ملي دفاع وزارت نن د مشرتابه له لوري نوی ټاکل شوی پوځي یونیفورم په رسمي ډول...

۱۴۰۴ سلواغه ۲۷

ملي دفاع وزارت د دفاعي ځواکونو لپاره نوی پوځي یونیفورم اعلان کړ

د ا.ا.ا. ملي دفاع وزارت نن د مشرتابه له لوري نوی ټاکل شوی پوځي یونیفورم په رسمي ډول د خپلو ځواکونو (کومانډو، سرحدي ځواک او ملي اسلامي اردو) لپاره اعلان کړ.

دغه غونډه چې نن د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د مرکزي قطعاتو قوماندانانو پکې ګډون کړی و.

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین «فطرت» د نوي یونیفورم په اړه وویل:
یونیفورم یا ځانګړی لباس د نظم، انضباط او هویت لپاره په ځواکونو کې ویشل کېږي. موږ باید دغه نظم په بشپړ ډول مراعت کړو. نوی یونیفورم د یووالي او وحدت سمبول دی، او هغه کسان چې په وسلوال پوځ کې شاملېږي، باید د هېواد د دفاع ژمنتیا خپل شعار وګرځوي.

همدارنګه، د اطلاعاتو او ستراتیژیکو نشراتو رئیس عنایت الله "خوارزمي" په خپلو خبرو کې وویل:
هر نظامي باید قوي همت او لوړ فکر ولري، د کفارو پر وړاندې سخت او د مسلمانانو پر وړاندې نرم وي، له خپل مسؤلیت څخه غافل نه شي او عسکري نظم ته په بشپړ ډول پابند واوسي.
 


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ