د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۴۷۳ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۴۷۳ تنه منسوبین...

۱۴۰۴ سلواغه ۲۵

د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۴۷۳ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۴۷۳ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي‌ الله‌ عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مسلکي ښوونځیو  هاوان، SPG-9، سټلایټ، M2 ماشنیدار له نظري او عملي زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد "حمیدي"، د عقیدتي او امر بالمعروف چارو رئیس مولوي سیدآغا "ابو مقبول عاکف"، د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب‌الله "مدني" او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

مسؤلینو په خپلو ویناوو کې د ملي اسلامي اردو ځواکونو په پوځي او مسلکي زده کړو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «تاسو د اسلامي نظام ساتونکي یاست؛ د یاد مسؤلیت د ښه ترسره کولو لپاره باید د فکري زده کړو سربېره په مسلکي زده کړو هم سمبال اوسئ، مونږ له چا سره جګړه نه غواړو، خو که څوک زمونږ په حریم د تېري هڅه وکړي، له ځان څخه د دفاع پوره وړتیا لرو، له تعصب او اختلافاتو څخه ځانونه وساتئ، له ولسونو سره د نبوي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړئ.»

په پای کې یادو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د سر او وینو په بدل کې له اسلامي نظام او هېواد څخه دفاع او ساتنې ته چمتو يو، مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ