په بدخشان ولایت کې د هوایي ځواک له لوري څلور تنه هیوادوال وژغورل شول
د بدخشان ولایت ارغنجخواه ولسوالۍ د شیوا په سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله...
۱۴۰۴ سلواغه ۱۳

د بدخشان ولایت ارغنجخواه ولسوالۍ د شیوا په سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله یو تن ټپي او درې تنه نور هیوادوال چې په واورو کې بند پاتې شوي وو د هېواد هوايي ځواک له لوري په بریالیتوب سره وژغورل شول.
دغه د ژغورنې عملیات د MI-17 روسي ډوله هلیکوپتر په وسیله ترسره شول چې یاد کسان یې له سخت العبوره سیمې څخه د ولایت مرکز ته انتقال کړل او اوس مهال یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.