د ۲۰۳ منصوري قول اردو لپاره درستیزوال او لواګانو ته نوي قوماندانان معرفي شول

د ا.ا.ا مشرتابه د حکم او د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید...

۱۴۰۴ مرغومی ۲۱

د ۲۰۳ منصوري قول اردو لپاره درستیزوال او لواګانو ته نوي قوماندانان معرفي شول

د ا.ا.ا مشرتابه د حکم او د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید او چارو د لاښه سمون په موخه مولوي عبدالرحمن "عمریاسر" د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درستیزوال په توګه، مولوي بسم الله "کرامت" د درېیمې سرحدي لواء د قوماندان په توګه، مولوي محمد اصف "ذاکر" د خوست ۳۰۱ پلې لواء د قوماندان په توګه ټاکل شوي وو، نن د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له لوري رسماً معرفي شول.

په دغو معرف غونډو کې د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" نویو قوماندانو ته د بریالیتوب دعا وکړه او زیاته یې کړه: د مسؤلینو تغیر او تبدیل د اداري نظام یو مهم اصل دی چې د چارو د لاښه سمون په موخه تر سره کیږي.

نویو ټاکل شویو مسؤلینو پخپل وار مشرتابه ته د ډاډ ترڅنګ د ښه خدمت کولو ژمنه وکړه.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ