د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو په ورکشاپونو کې ۱۳۴۷ عرادې وسایط او ۱۶۱ ميله وسلې ترمیم شوې
د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د حمایې لوژستیکي کنډک په تخنيکي...
۱۴۰۴ لیندۍ ۱۸

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د حمایې لوژستیکي کنډک په تخنيکي ورکشاپونو کې د روان کال په اوږدو کې د داخلي امکاناتو څخه په استفاده د خپلو افغان مسلکي انجينيرانو پر مټ ۱۳۴۷ عرادې بېلابېل ډول پوځي نقلیه وسایط او ۱٦۱میله سپکې او درنې وسلې ترمیم شوې.
په ترمیم شویو پوځي وسایطو کې، رنجر موټر، هاموي ټانګونه، رنجر امبولانسونه او ګڼ شمیر نور بېلابېل ډول پوځي نقلیه وسایط؛ او همداراز په وسلو کې ډي سي توپونو، ام شپاړس، ام فور، تفنګچې او دافع هوا هم شامل دي.