د ٢٠٩ الفتح قول اردو په تخنیکي ورکشاپونو کې ١٢٤٤ عرادې نقلیه وسایط او ٥٢ میله بېلابېلې وسلې ترمیم شوي
د ٢٠٩ الفتح قول اردو د تخنیک مدیریت اړوند په تخنیکي ورکشاپونو کې په تیرو شپږو میاشتو کې...
۱۴۰۴ لیندۍ ۱۵

د ٢٠٩ الفتح قول اردو د تخنیک مدیریت اړوند په تخنیکي ورکشاپونو کې په تیرو شپږو میاشتو کې د مسلکي انجنيرانو پرمټ ١٢٤٤ عرادې بېلابېل ډوله پوځي نقلیه وسایط او ٥٢ میله مختلفې وسلې ترمیم شوې دي.
په یادو ترمیم شویو پوځي وسايطو کې ٨٤٨ عرادې رنجر، ٦٢ عرادې هاموي ټانګونه، ١١٨ عرادې ضربتي ټانګونه، ٢١٦ عرادې رنجر امبولانسونه او ګڼ شمېر بيلابيل ډوله پوځي وسایط شامل دي؛ همداراز ١٧ میله ام شپاړس، تفنګچې ، ام فور ، روسي پیکاه او ډي سي توپونه شامل دي.
د یادونې وړ ده چې په يادو ورکشاپونو کې د ذکر شويو نقلیه وسايطو او وسلو ترڅنګ ١١٩ پايې انجن (ماشینونه) هم ترمیم او بیاځلې ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.