د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۶۱ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو (۵۶۱) تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د معسکر دولسمې دورې له درې میاشتنیو پوځي

۱۴۰۴ لړم ۲۴

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۶۱ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو (۵۶۱) تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د معسکر دولسمې دورې له درې میاشتنیو پوځي،فکري،نظري او عملي زده‌کړو وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد "حمیدي"،د اوپراسیون رئیس مولوي نورالرحمن"نصرت"، سرمفتش مفتي لطیف‌الله "حکیمي" او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رئيسانو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون کړی وو.

د غونډې ویناوالو د یادو مراسمو پر مهال د ملي اسلامي اردو په پوځي زده‌کړو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «تاسو د اسلامي نظام ساتونکي یاست، د یاد مسؤلیت د ښه ترسره کولو لپاره باید د پوځي زده‌کړو ترڅنګ په فکري زده‌کړو هم سمبال واوسئ. د هیواد د سرحدونو او اسلامي ارزښتونو په ساتنه کې هیڅکله غفلت ونکړئ؛ په خپل دریځ کلک و اوسئ او خپل قوت او عزم برحاله وساتئ.»

په پای کې یادو فارغانو د ترلاسه کړو پوځي زده‌کړو ننداره وړاندې کړه او مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې د سر او وینو په بدل کې له اسلامي نظام او هیواد څخه د دفاع او ساتنې لپاره چمتو دي؛ مراسم د فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ