د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۲۱ شهید آفتابؒ فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه ځوان منسؤبين له...
۱۴۰۴ لړم ۱۵

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۲۱ شهید آفتابؒ فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه ځوان منسؤبين له درې میاشتنیو نظامي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د جګړییزو ګډو زده کړو قومانداني قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" د حقوقو ریاست مرستیال مولوي اسدالله "اعزاز"، د پیژنتون ریاست د بشري منابعو رئیس مولوي احمدالله "سعید"، د ۲۲۱ شهید آفتابؒ فرقې مرستیال مولوي عبدالله "سعد" او ګڼ شمېر علماء کرامو، مسؤلینو او منسؤبینو ګډون کړی و.
د جګړييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: تاسو باید دا زدهکړې د عمل په ډګر کې ثابتې کړئ؛ اطاعت، صبر او استقامت خپل اصول وګرځوئ، د خپلو مشرانو لارښوونو ته غوږ ونیسئ او زدهکړې مو له نورو سره شریکې کړئ.
په پای کې فارغانو خپل نظامي تمرینات د مسؤلینو پر وړاندې وښودل او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.