د ا.ا.ا رهبرۍ د لزوم دید او د چارو د لا ښه والي په موخه د عزم قول اردو مخکنی قوماندان...
۱۴۰۴ لړم ۱۴

د ا.ا.ا رهبرۍ د لزوم دید او د چارو د لا ښه والي په موخه د عزم قول اردو مخکنی قوماندان مولوي شرف الدین "تقي"، د ۲۱۷ عمري قول اردو د نوی قوماندان په توګه ټاکل شوی وو نن د ستردرستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد"عثماني"، د کلیو او پراختیا وزارت وزیر مولوي محمد یونس" آخُندزاده" لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې د دې قول اردو منسوبینو ته ور وپيژندل شو.
په یادو مراسمو کې د ستردرستیز درستيزوال د پخواني قوماندان مولوي امان الدین "منصور" له لاسته راوړنو او فعالیتونو مننه وکړه او ویې ویل: په اسلامي نظام کې تغیر او تبدیل یو اصل دی؛ مولوي شبير احمد "عثماني" نوي قوماندان ته مبارکي وویله او د بریالیتوب هیله یې وکړه.
په همدې حال کې مولوي شرف الدین "تقي" د اسلامي امارت رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ورسپارل شوی مسؤليت به په پوره صداقت او اخلاص ترسره کوي.