د ٢٠٩الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٤٥٩ تنه منسوبین فارغ شول.

د ٢٠٩الفتح قول اردو له ساحوي پوځي ښوونیز مرکز د نهمې دورې، درې میاشتنۍ تکتیکي او عقيدتي زده کړو...

۱۴۰۴ لړم ۱۳

د ٢٠٩الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٤٥٩ تنه منسوبین فارغ شول.

د ٢٠٩الفتح قول اردو له ساحوي پوځي ښوونیز مرکز د نهمې دورې، درې میاشتنۍ تکتیکي او عقيدتي زده کړو څخه ٤٥٠ تنه منسوبین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د قول اردو قوماندان ملا رحمت الله "محمداکا"، د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې ریاست رئیس شیخ داد محمد "محمدي"، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف "مظفر"  او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو نویو فارغ شویو منسوبینو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې، د هغوی زيار او کوښښونه يې د اعداد برخه او د اسلامي نظام د بقا لپاره اړین وبلل او په ورسپارل شویو مسؤليتونو کې يې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

په پای کې فارغ شویو منسوبینو ګډونوالو ته د جګړه ایزو تکتیکونو مختلف نمایشات ترسره کړل او په عملي توګه يې د خپلو مهارتونو ښودنه وکړه.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ