د ا.ا.ا د مشرتابه د لوزم دید او د چارو د لاښه سمون په موخه د بدخشان ولايت مخکنی والي...
۱۴۰۴ لړم ۸

د ا.ا.ا د مشرتابه د لوزم دید او د چارو د لاښه سمون په موخه د بدخشان ولايت مخکنی والي قاري محمد ایوب"خالد" د ۲۱۵ عزم قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، چي نن ورځ د ستر درستيز درستیزوال مولوي شبير احمد "عثماني" له لوري رسمآ اړوند منسوبينو ته ور وپیژندل شو.
مولوي شبير احمد "عثماني" د یادې قول اردو د مخکني قوماندان ملا شراف الدين"تقي" د لاسته راوړنو، فعالیتونو او پرمختګونو ستاينه وکړه؛ همداراز په خپلو خبرو کې يي وويل: چې تغير او تبديل د اسلامي نظام يو اصل دی او نوی ټاکل شوی قوماندان ته يي د مبارکۍ ترڅنګ په ټولو چارو کې د برياليتوب هيله وکړه.
همدارنګه د یادې قول اردو نوي ټاکل شوي قوماندان قاري محمد ایوب"خالد" د اسلامي امارت د مشرتابه د باور او اعتماد څخه مننه وکړه او د نظام په ټولو چارو کې د پوره خدمت کولو ژمنه وکړه.