وضاحت!
۱۴۰۴ تله ۳۰

د پاکستان سره شوي توافقنامې په اړه د اسلامي امارت د ملي دفاع وزير لخوا په مطبوعاتي کنفرانس کي مکمل وضاحت راغلی او له هغه وضاحت څخه علاوه نور څه نشته، په توافقنامه کي په تمامه معنی اوربند، یو بل ته متقابل احترام، د یوبل په امنیتي ځواکونو، ملکیانو او تاسیساتو د بریدونو نه کول، د خبرو اترو له لاري دټولو مسائلو حل او یو پر بل د بریدونو نه ملاتر یاد شوي، له دې څخه علاوه که څوک نور څه یادوي هغه حقیقت نه لري.