د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي خبرتیا!

۱۴۰۴ لیندۍ ۲۰

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي قوماندانۍ د ( ۱۴۰۵)ه.ش کال د لسم ټولګي لپاره د پوهنې وزارت د نهمو ټولګيو فارغان او د دیني مدرسو د نهمو ټولګيو معادل زده کوونکي په لاندې شرایطو مني:
د پوهني وزارت د ښوونځیو هغه زده کوونکي چې کلنۍ آزموینه یې په بریالیتوب سره سرته رسولي وي او د آزموینې تصدیق له ځان سره ولري.
-د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګيو معادل زده کوونکي چې سند يې د اړوند ولایت د پوهنې ریاست له لوري تایید شوی وي، او د لیک لوست بشپره وړتیا ولري.
-د داوطلبانو عمر له ( ۱۶- ۱۸) کلونو پورې وي، د تابعیت اصلي پېژند پاڼه ولري، د بشپړې روغتیا خاوند وي، مجرد وي، په نشه یي توکو روږدی او په جنایي جرمونو تورن نه وي، ډسپلین مننونکی او د افغانستان اسلامي امارت او د حربي ښونځي ټول قوانین په ځان پلي کړي.
-داوطلبان کولای شي چې له (۴) قطعي عکسونو، د تابعیت اصلي پېژند پاڼې سره د روان کال مرغومي (جدې) میاشتي تر (۱۵مې) نيټې پورې د نوم لیکنې لپاره د خپلو اړوند ولایتونو د جلب او جذب کمیساریو ته ورشي.
-د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ او یا د ملي دفاع وزارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

۰۲۰۲۶۴۸۰۸۳- ۰۲۰۲۶۴۸۰۸۱


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ