د حضرت معاذ بن جبل (رض) د ملي نظامي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا:

۱۴۰۴ لړم ۲۶

 

د پرسونل او تعلیماتو د معینیت د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د ۱۴۰۵ هـ ش ښوونیز کال لپاره په لاندې شرایطو پوهنپالان مني:

ــ دواطلبان د پوهنې وزارت د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض)  د حربي ښوونځي(دولسمو) ټولګیو او د دیني مدرسو د دولسم ټولګیو معادل فارغان وي، چې د اړونده ښوونځي یا مدرسې تصدیق ولري او د درې کلنو نمرو سلنه یې له ۷۰٪ څخه ټيټه نه وي.

ــ د داوطلب عمر د (۱۸ او ۲۲) کلنو تر منځ وي.

ــ داوطلب د افغانستان تابعیت ولري.

ــ له بشپړې اروایي او جسمي روغتیا څخه برخمن واوسي.

ــ په نشه یي توکو روږدی نه وي او جرمي مخینه ونه لري.

ــ د اوږد مهال لپاره د افغانستان په اسلامي ملي اردو کې د افسر په توګه د چوپړ هوډ ولري.

ــ د پرسونل او تعلیماتو د معینیت د حضرت ابوعبیده بن جراح (رض)  د ملي دفاع د پوهنتون قوماندانۍ د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض)  د حربي ښوونځي فارغان کولی شی چې د ټاکل شوې بیعې په بدل کې د ازموینې فورمې د حضرت ابوعبیده ابن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون له قوماندانۍ څخه ترلاسه کړي.

ــ په شرایظو برابر دواطلبان کولی شي، چې د روان کال د لړم(عقرب) د میاشتې له (۲۵ مې) نېټې څخه د لیندۍ(قوس) میاشتې تر (۳۰مې) نېټې پورې د مرکز او ولایتونو د جلب او جذب د کمېساریو له لارې په ازموینه کې د ګډون فورمې ترلاسه او له نوم لیکنې او د اړونده ولایتونو د پوهنې ریاستونو له تایئد څخه وروسته له څلورو قطعو عکسونو سره چې د شا ځمکه یې سپینه وي، د درې کلنو نمرو او د پېژندپاڼې رنګه کاپی سره د اړونده ولایتونو د جلب او جذب کمېساریو ته وسپاري.

ــ د درسونو په لړ کې د حضرت معاذ بن جبل (رض)  په ملي نظامي اکاډمۍ کې اسانتیاوې:

ــ په ملي نظامي اکاډمۍ کې ښوونیزه او روزنیزه دوره څلور کاله ده، د ښوونیزې او روزنیزې دورې له بشپړولو وروسته د دوهم بریدمن په نظامي رتبه د لیسانس په کچه فارغیږي.

ــ د لوست په لړ کې پوهنپال ته د پوهنپالۍ مناسبه تنخوا، اعاشه، اباطه او روغتیایي څارنې په پام کې نیول شوې دي.

ــ د ملي نظامي اکاډمۍ پوهنپال ته ښوونیزه او روزنیزه دوره کې سربېره پر نظامي مسلکونو په لاندې اکاډمیکو څانګو کې هم زده کړې ورکول کیږي: لکه( سېول انجینري، حقوق، کمپیوټر ساینس، میخانیکه انجینري، اقتصاد، اداره او مشري، تاریخ او ستراتېژي، نړیوالې اړیکې، انګلیسي ژبه او فرهنګ).

د لازیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ او یا د ملي دفاع وزارت ویب سایټ ته مراجعه وکړئ.

ــ د اکاډمۍ د پذیزش مدیریت       (۰۲۰۲۶۳۴۰۷۵)

ــ د اکاډمۍ د نوکریوالۍ امریت      (۰۲۰۲۶۳۴۰۸۵)

ــ د ملي دفاع د پوهنتون د پذیرش امریت  (۰۲۰۲۶۳۴۰۸۵) 

 


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ