د بې سرنوشته مجاهدینو د جذب په موخه د ملي دفاع وزارت خبرتیا
۱۴۰۴ مرغومی ۲۱
د ملي دفاع محترم وزیر صاحب په ځانکړي امر ټولو هغه بې سرنوشته مجاهدینو ته چې د امنیتي او تصفیوي کمېسیون له لوري یې د دویمې کره کتنې فورمې تایید شوې وي او غواړي د ملي اسلامي اردو په لیکو کې خدمت وکړي، خبر ورکول کېږي چې نوم لیکنه دې د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قوماندانیو، په مرکز او ولایتونو کې تر سره کړي.
د نوم لیکنې لپاره مهرباني وکړئ د تابعیت تذکرې او تائید شوې تصفیې فورمې سره یوځای اړوند مراکزو ته مراجعه وکړئ.