خبرتیا
1404/7/6 1404/7/13 kabul
د ملي دفاع وزارت د ودانيزو او ملکيتونو چارو ریاست د لا ښه پياوړتیا په موخه په پام کې لري چې د بریښنا د لوړ ولټاژ، د پروژو طرح او ډيزاين، د پروژو د څارنې او کنترول په برخه کې مسلکي انجنيران په دندو وګماري.
ټول هغه اشخاص چې د لاندې ذکر شويو بستونو لپاره يې شرایط پوره کړي وي کولای شي د آزموینې لپاره نوم ليکنه ورته وکړي.
۱. د مهندسي انجنير
۲. د ساختمان او ډيزاين انجنير
۳. د اوبه رسوني او کاناليزاسيون انجنير
۴. د بريښنا د ټيټ ولټاژ انجنير
۵. د بریښنا لوړ ولټاژ انجنير
۶. د سروې انجنير
۷. د توحيد او براورد انجنير
۸. د پروژو د نظارت او کنټرول انجنير
د نوم ليکنې شرایط:
- د تابعت تذکره درلودل.
- په خپل مسلک کې د ليسانس سند درلودل.
- يو کال په اړوند رشته کې کاري تجربه درلودل.
یادونه:
په شرايطو برابر کسان کولای شي چې د روان ۱۴۰۴ ل.ل کال د میزان تر ۱۳ نیټې پورې خپل اسناد د ودانيزو او ملکيتونو چارو رياست د پېژند مدیریت ته وسپاري.
ادرس: د عامې روغتيا وزارت ته مخامخ د وزير محمد اکبر خان شفاخانې پر سړک د شهيد سردار محمد داودخان روغتون پخوانی دروازي ته څيرمه د ودانيزو او ملکيتونو چارو رياست.
د لا زياتو معلوماتو لپاره له لاندې شميرې سره اړیکه ونیسئ:
0202627712