د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ٦٠٠ تنه ځوان منسوبين فارغ شول
د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عسکرانو بنسټيزو زده کړو ښوونځي له یوولسمې دوری څخه ۶۰۰ تنه ځوان منسوبين د درې میاشتنیو پوځي، فکري او مسلکي زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ملی دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ معینیت معین شیخ محمد قاسم"فرید"، د تامیناتو او تکنالوژۍ معینیت معین ملا عبدالله "حاجی بشیر"، د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال الحاج مولوي باز محمد "حمیدي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان الحاج ملا امیر خان "حقانی"، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" او ګڼ شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
مسؤولینو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: تاسو د پوځي زده کړو په ترلاسه کولو سره یوه الهي فریضه سرته ورسوله او له اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې لپاره مو ځانونه د الاعداد په زیور سمبال کړل، که مونږ او تاسو د الله ج په دین غیرت وکړو او د اعلاء کلمة الله لپاره هر ډول ستونزې وزغمو نو الله ج به مو نصرت وکړي.
همدا راز مسؤولینو زیاته کړه: موږ او تاسو ته قومیت، ژبه او سمت مطرح نه دی بلکې موږ یو واحد ملت یو او د یو امیر اطاعت کوو، د اسلامي نظام د استحکام او پياوړتیا لپاره باید سره یو موټی شو؛ له هر ډول کرکې څخه لاس واخلو، خپلې اصلي موخې ته متوجې شو او د واحدې رهبرۍ تر امر لاندي به د دغه سپيڅلي اسلامي نظام څخه دفاع کوو چې د زرګونه شهیدانو د سرښندنو په پایله کې حاکم شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د دغې دورې منسوبينو ته د درې میاشتو په بهیر کې د تکتیک، جمع نظام، صحیه، د درنو او سپکو اسلحو کارول، چیک پاینټ، تالاشۍ او ګن شمیر نورو برخو کې د مجربو او مسلکي استادانو له لوري زده کړې ورکړل شوي دي؛ په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې د اسلامي نظام او خپلو هيوادوالو ته د خدمت کولو په پار چمتوالی وښود، مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.