د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ او د (COFO او KBU) مؤسسو ترمنځ د تداوۍ په برخه کې هوکړه ليک لاسلیک شو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لارښوونې او هدايت په اساس د (COFO او KBU) خیریه مؤسسو سره چې "ماشومان موږ ته اړتیا لري" او "ماشومان زموږ راتلونکي دي" تر نومونو لاندې فعالیت کوي، د تداوۍ په برخه کې د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار " له لوري ورسره هوکړه ليک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک له مخې یادې خیریه مؤسسې کولای شي هغه ماشومان چي سوء شکل(بدني کږوالی)، ارتوپیدي، د زړه سوري عملیات، سوختګي، د سترګې، غوږ، پوزې او ستوني عملیات، د اعصابو جراحي، یورولوژي او عمومي جراحي ناروغیو سره مخ دي د شهید سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د داخلي او بهرنیو متخصصینو لخوا د ځانګړي تخفیف تر چتر لاندې تداوي کړي. 

د یادولو ده چې له دې وړاندې په دغه برخه کې ماشومان د همدې مؤسسو له خوا د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېدل، چې د درملنې لګښتونه یې ډېر لوړ وو؛ اوس به دغه تخصصي درملنه دننه په هېواد کې د شهید سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې تر سره کیږي.