د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو کې سلګونه عرادې نظامي وسايط او اسلحې ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول
په تیر یو کال کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د حمايه لوژستيکي کنډک اړوند ورکشاپونو کې د مسلکي او تخنیکي پرسونل له لوري د قول اردو قرارګاه او جزوتامونو اړوند ۲۰۱۰ عرادې بېلابیل ډول نظامي وسایط او ۲۲۷ ميله سپکې او درنې وسلې ترمیم او د استفادې وړ ګرځیدلي دي.
د یادې برخې منسوبین ډاډ ورکوي چې په دغه برخه کې به شپه او ورځ هلې ځلې ترسره کوي او د بیت المال اړوند وسايطو او وسلو ساتنې په موخه به خپلې هڅې ونه سپموي او لا به يې ګړندی کړي.