د ستر درستیز صحيه اکاډمي ته د ۲۶۰۰تنو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه ازموينه واخیستل شوه
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز صحيه اکاډمۍ د عالی طب او متوسطه نظامي طب ته د شامليدلو ازموينه د ۲۶۰۰ تنو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه د جلب او جذب په عمومي قوماندانۍ کې واخیستل شوه.
د مرکزي قول اردو درستيزوال او د ازموينې کميټې مسؤل مولوي عبدالمنان "محمود" د ازموينې د شفافیت په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: « ملي دفاع وزارت د صحي علومو د زده کړې لپاره یوه ښه زمینه برابره کړې ده؛ دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او هڅه وکړئ چې د دې مهمې پروسې له لارې جذب شئ».
د یادونې وړ ده چې دغه امتحان یوازې د کابل ولایت د ګډون کوونکو لپاره و، او د نورو ولایتونو امتحان به په مسلسل ډول واخیستل شي.