په پکتیکا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو منسوبینو له لوري د وسلو او مهماتو ډیپو کشف شوه
د ٢٠٣ منصوري قول اردو اړوند نهمې سرحدې لواء منسوبینو له لوري د پکتيکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو يو ډېپو کشف او ترلاسه شوه
په دغو وسلو کې ۲۱ میله کلاشینکوف، یو میل M4، درې میله روسي پیکا، ۹ قبضه راکټ، ۱ پایه زیکویک، ۱میل هاوان، ۱میل هشاد دو، ۳۴ فیره د راکټ مرمۍ، ۸ فیره د هاوان مرمۍ، ۸ صندوق د زیکویک مرمۍ، ۹ قبضه لاسي بمونه، ۵ پایه مخابرې، ۲ قابه دروبین او ۲۴عدده چانټې شاملې وې.