د کابل _ جلال آباد لويه لار چې د غرښويدنې له امله بنده وه پرانيستل شوه.

web_admin

نن سهار د کابل جلال اباد په لويه لاره د درونټی بند ته څيرمه د غر ښويېدنې له امله بنده شوې وه د ۲۰۱ خالد بن ولید رض دقول اردو د انجینري ټیم له لوري د ترافیکو پرمخ پرانستل شوه.

په دغه پبښه کې دوه عرادې وسايط تخريب شوي وو، چې پکې څلور تنه شهيدان او څو تنه نور هیوادوال شدید ټپيان شوي دي او روغتیایي وضیعت یې د اندښنې وړ دی.