د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو سېلابونو کې بند هيوادوال وژغورل

web_admin

د کندهار - هرات د لویې لارې په اوږدو کې د فراه ولايت بکواه ولسوالۍ کې يو مسافر وړونکی او بل بار وړونکی ټېلر ډول موټر چې د سېلابونو په اوبوکې بند پاتي وو د خالد بن ولید څلورمې پلي لواء مجاهدینو له لوري د اوبو څخه وژغورل.

همدارنګه د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د زیاتو اورښتونو له امله په اوبو کې یو شمیر بند هېوادوال د دریمې پلې عمري لواء د منسوبینو لخوا وژغورل شول.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت مسؤلینو او منسوبینو هر وخت په بېړنیو حالاتو کې د خپلو هېوادوالو تر څنګ او په خدمت کې دي او پر وخت یې جدي اقدامات ترسره کړي.