د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۴۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت دبیلابیلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۴۶ تنه ځوان منسوبین د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ او جګړه ایزو تامیناتو ښوونځیو له مسلکي کورسونو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو له نویو فارغانو څخه وغوښتل چې په ترلاسه کړو زده کړو بسنه ونکړي او همداسی په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نور مجاهدین هم تشویق کړې چې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.

ورته مهال فارغانو  مسلکي زده کړې د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه اړینې وبللې او مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې د سر او مال په بدل کې به له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه کوي.

ياد مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.