د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري په پکتيکا کې د وروستیو ورښتونو له امله زيانمن شويو کورنیو سره مرسته وشوه

web_admin

 ۲۰۳ منصوري قول اردو دوهمې پلې لواء د منسوبینو له لوري د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې چې د وروستیو اورښتونو له امله په کې ځینې کورنۍ زيانمنې شوې وې، د اړتیا وړ اجناسو مرستې وکړې.

په دغه مرستو کې خېمې، کمپلې، د څارویو لپاره خوارکي مواد او نور د اړتیا وړ توکي شامل وو.

زیانمن شویو کورنیو د دفاعي او امنیتي ځواکونو دغه نېک او مؤثر اقدام ستاینه او قدرداني کړې چې د اړتیا په وخت کې ورسره لازمې مرستې  وکړي.