۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ له ښوونیز بهیره ۱۳۰ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

web_admin


د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت له ښوونیز بهیره ۳۰ تنه منسوبین د انګلیسي، کمپیوټر او همدا راز ۱۰۰ تنه نور منسوبين د مخابري، انجینري او توپچي له درې میاشتني ڪورس څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یادو فارغ شویو منسوبينو ته په مختلفو برخو کې د اعداد د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزې ویناوې وشوې.

په پای کې تازه فارغ شویو منسوبینو ته د مسؤلینو له لوري تصدیق نامې هم ورکړل شوې.