د ٢٠٩ الفتح قول اردو د طبعي پیښو پروړاندي د مبارزې عاجلي کمیټې په فاریاب ولایت کې د څاروي لرونکو هیواد والو سره مرسته وکړه

web_admin

 د ٢٠٩ الفتح قول اردو د طبعي پیښو پروړاندي د مبارزې عاجلي کمیټې له لوري د فاریاب ولایت لري پرتو سیمو ته په ورښتونو کې د اغیزمنو هیوادوالوسره د همکارۍ په موخه اووه عراده انټرنیشنل موټر چي د څارویو لپاره خوراکه پکي بار وو واستول شول.

 چي له دې جملې څخه څلور عراده انټرنیشنل موټر د ترکمنستان سرحد ته او یو عراده استانه کوهستان، یو عراده قره قدوغ، او قطار جوه سیمو ته ولیږل شول.

د یادوني وړ ده چي د ٢٠٩ الفتح قول اردو د طبعي پیښو پروړاندي د مبارزې عاجلې کمیټې فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونوکې تر دې مهاله په اورښتونو کې د اغیزمنو هیواد والو د سر اومال د ژغورني لپاره خدمتونه تر سره شوي دي.