د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یو شمېر هیوادوالو کورونه له سیلابونو څخه وژغورل شول

web_admin

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د زیاتو سیلابونو راوتلو له امله د یو شمېر هیوادوالو کورونه چې له سیلابونو سره مخ وو، د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو د انجینري ټیم له لوري وژغورل شول.

د هیواد دفاعي ځواکونه په هر ډول موسم یخنۍ او ګرمۍ کې د هیوادوالو د سکون او آرامې زندګۍ لپاره په خدمت بوخت دي.