د شهید سردار محمد داود خان روغتون ډاکترانو او متخصصینو د (meningioma) مغزو تومور عملیات په بریاليتوب سره ترسره کړل

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د روغتیایي چارو قوماندانۍ ډاکترانو او متخصصینو د هڅو په پایله کې او د پر مختللیو عصري طبي ماشینونو او وسایلو په لرلو سره د عصبي جراحي ټیم لخوا او د ډګروال رنځورمل ډاکتر محمد حسن "صاحبي" په مشرۍ د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د (meningioma) مغزو د تومور پيچلي عملیات په بریالیتوب سره تر سره شول.

د یاد تومور په لیري کېدو سره اوس مهال د یاد ناروغ روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ او ښه ده؛ همدا راز د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسلکي او متخصص ډاکتران شپه او ورځ د ملي اسلامي اردو منسوبینو او هیوادوالو لپاره په خدمت کې بوخت دي.