د (   0187   ) نمبر لرونکې قرارداد د تصمیم اعطا قرارداد د اطلاعیې خپرول\ نشرول د سهار پکتین لوژستیکي او ساختماني  شرکت ته!

web_admin

Publish Date

Closing Date

Location kabul

د تدارکاتو د قانون 43 مې مادې او (2) فقرې مطابق ټولو اعلان کېږې چې د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې ( د ملي دفاع وزارت د مرکزي قول اردو اړوند د دارالامان د لومړۍ لوا قوماندانۍ د اړتیا وړ د اوبو رسولو او برق د شبکې په شمول د 16 انچه په قطراو 130 متره په ژوروالي سره د یوې حلقې ژورې څاه د کاري احجاموترسره او اماده کول د سهار پکتین د لوژستیکي او ساختماني خدماتو شرکت په  (1350000)، په حروفو، یو میلیون او درې سوه پینځوس زره افغانۍ اعطا کوي.

 بنا ټول حقیقي او حکمي کسان چې هر ډول اعتراض(نېوکه) ولري کولای شي خپله نېوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ریاست الوزرآ عالي مقام د(1528) ګڼي او 22\03\1445 نېټې لرونکي حکم په بنسټ تر (4) تقویمي ورځو پوري خپل اعتراضات او نېوکې په لیکلې بڼه  له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو ریاست د ودانیزو چارو د تدارکاتو مدیریت چې په خواجه  بغرا، ګارډ سابقه (5) نمبر بلاک دوهم منزل (213) نمبر اتاق د کابل ښار په پېنځلسمه ناحيه کې موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د(50) مې مادې سره سم وړاني کړئ.  

 

نوټ: دا خبرتیا د قرارداد د تړون په مانا نه ده او د پورته شوې مودې او ور پسي قانوني پړاونو تربشپړېدو پوري به د قرارداد تړون(عقد) نه شي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۲۱ kabul
Background image

د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ (13) قلمه تجهیزات اطلاعات جمعي مساجد

د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو هغو داوطلبانو/ شرکتونو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي تر څو د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ د(13) قلمه تجهیزات اطلاعات جمعي . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۱۴ kabul
Background image

د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اطفایوي اسټیشنونو د اړتیا وړ د (14) قلمه تجهیزاتو او وسایلو د چمتو کولو او ترلاسه کولو پروژې

د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو هغو داوطلبانو/ شرکتونو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي تر څو د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اطفایوي اسټیشنونو د اړتیا وړ د (14) قلمه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۴:۳۷ kabul
Background image

دتړون د اعطا دپریکړې خبرتیا د [دخوست ولایت ځاځی میدان ولسوالی  ددریم کنډک دویمي لوا قومندانی لپاره  د(۲) بابه لس کسیزه پوستو جوړولول په شمول د ګارډ ټاور،صحرایې تشناب او احاطوي دیوال ودانیزو ،سولري بریښنا او اوبورسولو چارو  پروژې

په دي توګه د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې  مادې د (۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي ، چې د تدارکاتو ریاست د دملي دفاع وزارت د ودانیزو او ملکیتونو چارو ریاست څخه په نمایندګی په . . .

Back to tenders