د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰بستریز روغتون کې د (ولادي ساعد) اورتوپیدي بریالي عملیات ترسره شول
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز روغتیایي چارو قومانداني رهبري په ځانګړو هڅو او د برید جنرال محمد اسماعیل وردګ په مشری د مسلکي او متخصصو ډاکټرانو له لوري د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د یو ځوان (ولادي ساعد) اورتوپیدي بریالي عملیات ترسره شول.
د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسلکي پرسونل د پرمخ تللیو طبي وسایلو په درلودلو سره د هیوادوالو او ملي اسلامي اردو ځواکونو د تداوۍ لپاره شپه او ورځ په خدمت بوخت دي.