په پروان ولایت کې یو پل جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو
د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ ولنګ سیمې کې د ٢٢١ شهید آفتاب رح فرقې اړوند پروان لوا له لوري یو پل چې ٢٥ متره اوږدوالۍ او دوه متره اویا ساتني عرض یې درلود، جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو.
په یاد پل باندې د دریو کلیو لار وصل شوه چې تقریبًا ٢٠٠ کورنۍ ترې د تګ او راتګ لپاره استفاده کوي.