د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۳ تنه او د حضرت ابو عبیده ابن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه ٣٠ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د ملی دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۵۳ تنه د عامه چارو او حقوقی مشاوریتونو کارکوونکي د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځي د عامه چارو او حقوقو څانګې او ٣٠ تنه بریدملان د حضرت عبیده ابن جراح ملي دفاع پوهنتون د لوړ رتبه بریدملانو ښوونځي  له مسلکي زده کړو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دې غونډه کې حضرت عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي عبدالقیوم "الیاس" د ستراتيژيکو اړیکو او عامه چارو رئیس مفتي عنایت الله«خوارزمي» او ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون درلود.

مسؤلینو پخپلو خبرو کې مطبوعات د دولت لومړۍ قوه وبلله چې د دولت او ملت تر منځ د اړیکو جوړلو ستر مسؤلیت لري؛ همدا راز له یادو امرینو څخه یې وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په دقیق او بې پري ډول سرته ورسوي.