د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له ښوونيز مرکز څخه (۱۵۰) تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۱خالد بن وليد (رض) قول اردو له ښوونيز مرکز څخه (۱۵۰) تنه مجاهدین د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په برياليتوب سره فارغ شول؛ دغه مراسمو کې د نوموړې قول اردو درستيزوال حافظ انځر ګل “عبدالله” او د تعليمي مرکز اړوند مسؤلينو ګډون کړی وو.
د تعليمي مرکز مسؤلينو په خپلو خبرو کې فارغو مجاهدينو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ وويل «هغه څه مو چې دلته زده کړي د عمل جامه ور واغوندئ او خپلو همسنګرانو سره يې هم شريک کړئ، ترڅو مستقل، آزاد او خپلواک هيواد ترڅنګ په اسلامي او شرعي مفکوره سمبال غښتلی، پياوړی او مسلکي ځواک هم ولرو»، یاد مراسم د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسیدل.