د حضرت عبدالله بن محمد ملي پوځي اکاډمۍ کې له ۱۰۵ تنه داو طلبانو څخه آزموينه واخیستل شوه
د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت عبدالله بن محمد ملي پوځي اکاډمۍ د کنفرانسونو په عمومي تالار کې له ۱۰۵ تنه داوطلبانو څخه آزموينه واخیستل شوه.
دغه آزموينه د یاد پوهنتون قوماندان مولوي عبدالقیوم "الیاس" او د آزموینو ملي کميټې استازو په حضور کې تر سره شوه.
په یادو ۱۰۵ تنه داوطلبانو کې به ٣٠ تنه بریالي کسان د حضرت عبدالله بن محمد ملي پوځي اکاډمۍ څلور کلنو زده کړو ته لاره پیدا کوي.