د روغتیایي چارو قوماندان د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له سل بستریز ساحوي روغتون څخه لیدنه وکړه
د ستردرستیز د روغتیایي چارو قوماندان تورنجنرال ډاکټر محمد طاهر "احرار"، د عامې روغتیا د قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان برید جنرال ډاکټر محمد اسماعیل "وردګ" او ورسره مل پلاوي د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له سل بستریز ساحوي روغتون څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه روغتون د څانګو د کنټرول پر مهال د پرسونل ارزونه وکړه او د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې د دوی کړنې وستایلې، د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل او د ستونزو او مشکلاتو د حل کولو ژمنه یې وکړه.