په ۲۰۹ الفتح قول اردو کې ۴۷ عرادې بیلابیل ډول نظامي وسایط ترميم شول
د ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند دوهمې پلې لوا له لوري په جوزجان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي ټیم په هڅو ۴۷ عرادې بېلابیل ډول نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخستنې ته چمتو کړل.
دغو نظامي وسایطو کې (۱۰) عرادې هاموی ټانکونه، (۱۰)عرادی رنجر موتر او (۲۷) عرادې انترنشنل موټر شامل دي.