د ملي دفاع وزارت روغتیایي چارو رهبري د (مستشفی عمر)  روغتون پرانيستلو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار"  د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د (مستشفی عمر) په نامه (۲۰) بیستریز نوی مجهز روغتون افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

مسؤلينو د یاد روغتون په پرانیست غونډه کې ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې د دفاع وزارت روغتیایي خدمات به نور هم ساحوي سیمو ته رسیږي او نور به مو هیودوال د ګاونډیو هیوادونو پر ځای پخپل هیواد کې په ښه ډول تداوي کیږي؛ یاد روغتون کې د داخله ناروغانو څانګه، نسائي ولادي څانګه، د اطفالو څانګه، مجهز لابراتوار، تلویزوني معایناتو او درملتون څانګې فعاله او خدمات وړاندې کوي.

 همدا راز د صحيه قوماندانۍ رهبري د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د سيمیز (۱۰۰) بیستریز روغتون څخه ليدنه کې د دغه روغتون کارکوونکو هڅې وستايلې او په صحي برخه کې هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.