په کابل کې یو تن له شپږ کړۍ چسپکي ماینونو سره یو ځای ونیول شو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند  ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف مدیریت ځیرکو ځواکونو له لوري د یو کشفي راپور پر بنسټ د کابل په دهمزنګ ساحه کې یو تن له شپږ ۶ کړۍ چسپکي ماینونو او دوه ۲ قبضه تفنګچو سره یو ځای ونیول شو.

نوموړی کس به له تحقیقاتو څخه وروسته اړوند مراجعو ته وسپارل شي.