د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې مسلکي ښوونځیو څخه ۱۵۹ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د انجینرۍ، ډریوري او توپچي له مسلکي کورسونو څخه د ساحوي قول اردوګانو، بېلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۵۹ تنه مجاهدین نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو فارغانو کې ۸۷ تنه مجاهدینو د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي د مخابرې محرم شفر، (CIED) او مخابرې د ټولي قوماندانانو کورس کې ۵۹ تنو د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي د ډریورۍ کورس کې او ۱۳ تنو د جګړه ایزو ځواکونو د توپچي مترصدینو کورس کې درې میاشتنۍ مسلکي زده کړې ترلاسه کړې.
د ښوونې، روزنې او دکتورینو قومندانۍ قومندان ملا عبدالجبار «صدیقي» پخپلو خبرو کې مجاهدین خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او همدا راز د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسؤلینو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو قدردانی وکړ، په پای کې فارغینو ته بری لیکونه هم ورکړل شول.