د ملي دفاع وزارت د مالي او بودیجې ریاست مرستیال معرفي شو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې د کوپراتیف مخکینی عمومي مدیر انجنیر بشیر احمد "حمزه" د مالي او بودیجې ریاست مرستیال ټاکل شوی وو، نن د دفتر رئیس مولوي محمدخان "نصرت" له لوري رسماً معرفي او په کار پیل وکړ.

په دغه معرفت غونډه کې د دفتر رئیس مولوي خان محمد "نصرت" او د یاد ریاست ګن شمېر مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د ملي دفاع وزارت مشرتابه نوموړي ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه، په پای کې نوي مرستیال د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.