د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه (۱۵۳) تنه مجاهدین فارغ شول
د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي له شپږو مسلکي کورسونو څخه د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قول اردوګانو ، قطعاتو او جزوتامونو(۱۵۳) تنه مجاهدین نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم "حذیفه" د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قوماندانۍ عقیدتي او فرهنګي مسئول حافظ مولوي خدایداد "مهاجر" او ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
په دغو زده کړو کې یادو مجاهدینو د انجینرۍ ، مخابرې، ماین او چاودیدونکو توکو شنډولو او د بندخونو د ساتلو په برخه کې منځمهاله مسلکي زده کړې ترلاسه کړې.