د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له لوري زیات شمیر وسایط او پوځي تجهیزات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

s.mohmand

د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د تأمیناتو کنډک د ورکشاپ له لوري ګڼ شمیر پوځي وسایط او تجهیزات ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د تأمیناتو کنډک د مسؤلینو په وینا په دغو وسایطو کې ۱۹۰ عرادې رنجر ۲۰ عراده هاموې، ۱۰ ضربتي ټانګونه ،۲۰ انټرنیشنل،۱۴ کاسټرونه، ۲۰ پرنده ابي ،دوه فورکلفتونه او ډير شمیر نور وسایط او پوځي تجهیزات شامل دي.

یاد وسایط د فتحې پر مهال ویجاړ شوي وو، چې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د تأمیناتو کنډک د ورکشاپ آمریت د هڅو په پایله کې ورغول شول.