نن په ملي پوځي اګاډمۍ کې سلګونو محصلینو د لوړې مراسم تر سره کړل

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۷ - ۱۴:۳۴
لوړې مراسم

نن په ملي پوځي اګاډمۍ کې  سلګونو محصلینو د لوړې مراسم تر سره کړل

د پوځي اکاډمۍ سلګونو محصلینو، چې د افسرۍ لوړې زده کړې یې په یاده اکاډمۍ کې بشپړې کړې دي، د فراغت نه وړاندې د لوړې د مراسمو پر وخت په داسې حال کې، چې د پوځ لوی درستیز هم شتون درلود هیواد او خلکو ته د ښه خدمت په تړاو ډاډ څرګند کړ.

د پوځي اکاډمۍ ۵۱۳ تنو محصلینو د عسکري لوړې د مراسمو په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د هیواد او شریف ولس د ټینګ امنیت په لار کې له هغو پوځي زده کړو څخه، چې په یاده اکاډمۍ کې یې تر لاسه کړې دي په ښه توګه کار اخلي او په دې لار کې هر ډول قربانیو ته چمتو دي.

د ملي پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد شریف یفتلي، د لوړې له مراسمو څخه د لیدنې پر مهال په خپلو خبرو کې زیاته کړه( د محصلینو د لوړې مراسم، چې د افغانستان ولس ته یې د وفادارې لپاره پر ځای کوي له دې څخه معلومیږي، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د هیواد د خلکو ترمنځ د یووالي، ورور ولۍ او د افغانستان د خلکو د ځواکمنۍ سمبول دی.

همدا راز په دغه مراسمو کې د ملي پوځ د واحدې قوماندانۍ قومندان ډګرجنرال پاینده محمد ناظم، د مارشال فهیم د دفاعي پوهنتون قومندان او د ملي پوځي اکاډمۍ قومندان د خبرو په ترڅ کې د مصلینو د مسلکي تحصیلاتو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د لا زیاتو هڅو د تر سره کولو په اړه ډاډ څرګند کړ.

 

 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته